آیا تاسو ماشوم یاست او د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې غونډې ته ورځئ؟
کله چې مونږ له ماشومانو سره خبرې کوو په هکله یې دلته لیدلای شئ:
ویدیو نشئ لیدلای؟
تاسو کولای شئ دلته عکسونه وګورئ او متن ولولئځېنې وخت موږ پوښتنه کوو چې آیا یو ماشوم غواړي راشي او له موږ سره خبرې وګړي ، تر څو موږ وکولای شو چې ستاسې او ستاسې د کورنۍ په هکله نور معلومات تر لاسه کړو. دا ډول خبرې په بشپړه توګه په خپله خوښه دي.
د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ارګان یا (UNE) ته ښه راغللاست.
د کډوالو د شکایاتو د څېړلو په ارګان کې به تاسې د غونډې له مشر سره خبرې وکړئ. د غونډې مشر( ریس) د یو قاضي په شان دی او ستاسو او ستاسو د کورنۍ د قضیې مسؤلیت لري.
تاسې کولای شئ یو بالغ کس چې تاسې پرې باور لرئ ، له ځانه سره راولئ – د مثال په توګه یو وکیل یا یو سرپرست. ماشوم او دغه بالغ کس غونډې ته رهنمایي کېږي. دوي له هغو کسانو سره چې حاضر وي ستړي مشي کوي.
هغه څوک چې په نارویژي ژبه خبرې نشي کولای د ژباړونکي له خوا ورسره مرسته کېږي.
موږ د کوچنیو ماشومانو لپاره چې له موږ سره خبرې کوي د ماشومانو بیله خونه لرو.
د غونډې مشر به له تاسو څخه وړې او غټې پوښتنې ستاسو او ستاسو د راغټېدو( کوچنیوالي ) په هکله وکړي. هغه(ښځه/سړی) د ماشومانو سره په خبرو کولو بلد دی، حتا که ځېنې وخت موضوعګانې ستونزمنې هم وي.
څلور لویان به په بله خونه کې د تلویزیون په پرده ( مانیتور ) باندې دا خبرې اترې تعقیبوي. د شکایاتو د څېړلو د ارګان درې تنه کارکوونکي به د سرپرست یا وکیل سره په ګډه د هغه څه په هکله چې تاسې او د غونډې مشر پرې خبرې کوئ، تعقیبوي.
د کډوالو د شکایاتو د څېړلو د ارګان ټول کارکوونکي د راز ساتلو دنده لري. دا په دې معنا ده چې موږ اجازه نلرو چې هغه څه چې تاسو وایئ کوم بل چاته ووایو.
که چېرې تاسې نشئ کولای یا نه غواړئ چې یوې پوښتنې ته ځواب ورکړئ نو کومه خبره نده. خو په یاد وساتئ چې هر څه وایئ باید رښتیا وي.
تاسې په هغو قضیو کې د نظر څرګندولو حق لرئ، چې ستاسو په هکله وي. هغه ټولې خبرې چې ته کوی، د شکایاتو د څېړلو له ارګان سره د هغو فیصلو په ترڅ کې، چې څوک دلته په ناروې کې د پاتې کېدو حق لري ښه مرسته کوي.
- ټول ماشومان دا حق لري چې د هغو قضیو په هکله چې ددوی په هکله دي خبرې یې واوریدل شي.
- ځينې وخت موږ پوښتنه کوو چې که چېرې غواړئ راشئ او له موږ سره خبرې وکړئ. دا کار په بشپړه توګه په خپله خوښه (داوطلبانه) دی.
- که داسې کوم څه وي چې نه غواړئ په هکله یې وغږېږئ هېڅ کومه خبره نده.
- هر څه چې تاسې موږ ته وایی باید رښتیا وي.
- هغه څه چې تاسې موږ ته وایی موږ اجازه نلرو چې بل چاته یې ووایو.
د ماشومانو د استماع (اوریدنې) او د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ارګان د غونډو په هکله لا زیات معلومات په une.no ویبپاڼه کې ولولئ.
که تاسو زمونږ له خوا خبرو ته رابلل شوي یاست، د دې لامل دا دې چې مونږ غواړو چې ستاسو په هکله نور معلومات ترلاسه کړو. ستاسو خپله خوښه ده چې له مونږ سره خبرې کوئ او که نه. تاسو کولای شئ یو لوی کس، چې باور پرې لرئ، له ځان سره راولئ.
تاسو کولای شئ په هغو قضیو کې نظر ورکړئ چې ستاسو او یا ستاسو په کورنۍ پورې تړاو لري. د دې معنی دا نه ده چې تاسو پرېکړه کولای شئ، خو مونږ دا په پام کې نیسو چې ستاسو لپاره څه شی غوره دي.
تاسو باید د قضیې په هکله معلومات ولرئ. په دې اړه له خپل مور او پلار څخه پوښتنه وکړئ. که چیرې قضیه ستاسو د مور یا پلار په اړه وي او ستاسو په اړه نه وي، مونږ نشو کولای تاسو ته د قضیې په هکله معلومات درکړو.
مخکې له راتګ په دې هکله فکر وکړئ چې آیا داسې کوم مهم څه شته چې غواړئ بیان یې کړئ. ستاسو خپله خوښه ده چې څه ویل غواړئ.
د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په اداره (UNE) کې به تاسو د شکایتونو د څېړلو ډلې له مشر سره خبرې کوئ. د دې ډلې مشر ستاسو د قضیې مسؤلیت لري او په دې هکله په پرېکړې کولو کې برخه اخلي چې چا ته دې په ناروې کې د پاتې کېدلو اجازه ورکړل شي. تاسو کولای شئ د شکایتونو د څېړلو د ډلې له مشر سره په جلا خونه کې خبرې وکړئ او یا هم په یوه لویه خونه کې له وکیل او نورو لویانو سره یو ځای اوسئ. په دې هکله له تاسو سره مخکې له مخکې موافقه کوو. که په نارويژي خبرې نشئ کولای، ژباړونکی (ترجمان) به درسره مرسته وکړي.
که تاسو په جلا خونه (کوټه) کې د شکایتونو د څېړلو د ډلې له مشر سره خبرې کوئ، نو په نږدې کوټه کې به لویان ناست وي او ستاسو خبرې به څاري. که تاسو وکیل یا سرپرست ولرئ، په دغه خونه کې به هغوی هم ناست وي.
که تاسو نه غواړئ چې مور او پلار او یا وکیل مو خبرې واوري، په دې اړه باید د شکایتونو د څېړلو د ډلې مشر ته خبر ورکړئ.
مونږ غواړو چې ستاسو نظر واورو او دا معلومه کړو چې ستاسو لپاره به څه شی غوره وي. له همدې امله، کیدای شي له تاسو څخه ستاسو د ژوند په اړه مختلفې پوښتنې وشي. که تاسو نشئ کولای او یا نه غواړئ چې ځواب ورکړې کومه ستونزه نه ده، خو هغه څه چې وایاست باید رښتیا وي.
ټول هغه کسان چې ستاسو خبرې اوري د راز ساتلو مکلفیت لري. دا په دې معنی ده چې دوی نشي کولای ستاسو خبرې له بل چا سره شریکي کړي.
کله چې غونډه پای ته ورسېږي، د شکایتونو د څېړلو ډله به د قضیې په اړه پرېکړه کوي. ځیني وختونه ستاسو د خبرو په اړه څېړنه کوو تر څو په دې ډاډه شو چې په قضیې سم پوه شوي یو او که نه.
ډیرې وخت مونږ پرېکړه د وکیل له لارې ستاسو مور او پلار ته استوو.