چاپول شریکول Facebook Twitter LinkedIn ستاسو قضیه د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په اداره (UNE) کې قضیې داسې څېړل کېږي Norsk ( norsk ) English ( English ) العربية ( العربية ) پښتو ( پښتو ) درى ( درى ) Soomaali (Soomaaliya) ( Soomaali (Soomaaliya) ) ትግርኛ (ኤርትራ) ( ትግርኛ (ኤርትራ) ) د پاملرنې وړ ده چې د دې پاڼې ټولې منځپانګې (محتوا) ته په پښتو ژبه لاس رسی نشته. د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په اداره (UNE) کې د قضیو څېړنه تاسو، چې قضیه مو د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په اداره (UNE) کې ده د پناه غوښتنې د قضیې د چمتو کولو په تړاو خبرې اترې مونږ غواړو چې په ځینو قضیو کې له تاسو سره خبرې وکړو. هغه مهال کیدای شي چې مونږ بیا تاسو ته د قضیې د چمتو کولو په تړاو خبرو اترو ته بلنه درکړو. د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د پلاوي (هېئت) په غونډو کې کومې قضیې څېړل کېږي؟ د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په اداره (UNE) کې په ډیرې قضیو کې پرېکړه د غونډې له جوړېدو پرته کېږي؛ خو که مونږ ډاده نه یو چې څه ډول پرېکړه وکړو، د قضیې په هکله پرېکړه د شکایتونو د څېړلو د ډلې له خوا کېږي. تاسو چې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادرې غونډې ته ورځئ آیا تاسو ماشوم یاست او د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې غونډې ته ورځئ؟ ټول ماشومان حق لري چې خبرې یې واورېدل شي له پرېکړې سره موافق نه یاست؟ (UNE) آیا د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې کله چې تاسو د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) پرېکړه (فیصله) ترلاسه کړئ، همدا پرېکړه د قضیې په هکله وروستۍ پرېکړه ده او تاسو باید هغه څه وکړئ چې په پرېکړه کې لیکل شوي وي، حتی که ورسره موافق هم نه یاست. په ناروې کې په غیرقانوني توګه پاتې کېدل کیدای شي جدي پایلې ولري. آیا تاسو ته ویل شوي دي چې ناروې پرېږدئ؟ که د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) په پرېکړه کې په ګوته شوي وي چې تاسو باید ناروې پرېږئ، نو مهمه ده چې تاسو دا کار ترسره کړئ.