ټول ماشومان حق لري چې غږ یې واورېدل شي
آیا فلم نشئ لیدلای؟
آیا فلم نشئ لیدلای؟
دلته تاسو کولای شئ عکسونه وګورئ او متن ولولئدا سلما ده. د سلما فوټبال کول او ګیتار غږول خوښېږي.
سلما او کورنۍ یې غواړي چې په ناروې کې ژوند وکړي، خو یو ځای (اداره) چې یو. ډي. اي (UDI) نومېږي، دوی ته نه ویلي دي.
دوی په دې باندې شکایت کړی دی او قضیه (کېس) یې اوس په هغه ځای کې دی، چې وونه (UNE) نومېږي.
وونه (UNE) به د دوی کېس یو ځل بیا ګوري او په پای کې به همدوی پرېکړه کوي چې سلما او
کورنۍ یې يو ځای په ناروې کې ژوند کولای شي او که نه.
کله چې د داسې یوې قضیې په هکله وونه (UNE) پرېکړه کوي چې د ماشومانو په باره کې وي، لکه سلما او کورنۍ ته یې په ناروې کې د ژوند کولو اجازه ورکړي او که نه، نو دوی باید په دې هکله فکر وکړي چې څه شی د ماشومانو لپاره ښه دي. خو، وونه (UNE) څرنګه پوه شي چې څه شی د ماشومانو لپاره ښه دي؟ یوه لاره یې دا ده چې پخپله له ماشومانو څخه واوري چې دوی څه وايي.
ټول ماشومان حق لري چې په هغو قضیو کې چې د دوی په هکله دي، خبرې یې واورېدل شي او پاملرنه ورته وشي.
دا د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو په کنوانسیون کې لیکل شوي دي.
د دې مانا دا ده چې سلما حق لري چې د هغو قضیو په باره کې چې پخپله د هغې او د هغې د کورنۍ په هکله دي، خپل نظر ووايي.
کله چې وونه (UNE) د سلما او د سلما د کورنۍ په قضیه باندې وونه کار کوي، نو دوی باید ډاډمن وي چې د سلما په هکله پوره مالومات لري او په دې پوه وي چې څه شی د هغې لپاره ښه دي.
د دې لپاره ډیرې لاری شته چې سلما وونه (UNE) ته خپل نظر ووايي.
هغه کولای شي له یو داسې لوی کس سره خبرې وکړي، چې باور پرې کوي، لکه مور یا پلار، نرسه، ښوونکی، د فوټبال ترینر، وکیل یا یو بل لوی کس.
سلما کولای شي هغه لوی کس ته، چې هغه ورسره خبرې کوي، ووايي چې خبرې یې ولیکي او بیا یې
د وونه (UNE) کارکوونکو ته ورسوي.
سلما کولای شي پخپله هم لیک، برېښنالیک (ایمیل) ولیکي او یا هم رسم وباسي. که هغه وغواړي، کولای شي له یو لوی کس نه مرسته وغواړي.
ځیني وخت وونه (UNE) ماشومان راغواړي چې خبرې ورسره وکړي. دا د ماشومانو خپله خوښه ده او دوی کولای شي له ځان سره هلته یو داسې لوی کس بوځي، چې باور پرې کوي.
وونه (UNE) د راز ساتلو مکلفیت (دنده) لري. د دې مانا دا ده، چې یوازې هغه کسان چې د سلما په کېس باندې کار کوي، خبرېږي چې سلما څه ویلي دي.
کله چې سلما خپل نظر ووايي، نو وونه (UNE) به د سلما د کورنۍ په کېس باندې کار کوي. دا چې د سلما خبرې اورېدل کېږي، د دې ما نا دا نه ده چې سلما پرېکړه کولای شي چې څه به کېږي. د کېس په هکله پرېکړه وونه (UNE) کوي. که چیرې وونه (UNE) پرېکړه وکړي چې د سلما کورنۍ په ناروې کې ژوند نشي کولای، نو دا به هیڅکله د سلما غلطي نه وي.
په لنډ ډول:
ماشومان حق لري چې نظر یې واورېدل شي. د دې ما نا دا ده چې ماشومان حق لري چې د هغو قضیو په باره کې چې د د وی په هکله دي، ووايي چې څه فکر کوي او نظر یې څه دی.
خو که ماشومان و نه غواړي، نو مجبور نه دي.
د وونه (UNE) وظیفه د ماشومانو د خبرو اورېدل دي.
مخکې له دې نه چې وونه (UNE) پرېکړه وکړي چې یوه کورني په ناروې کې ژوند کولای شي او که نه، دوی تل په دې باندې فکر کوي چې څه شی د ماشومانو لپاره ښه دي.
ټول ماشومان حق لري چې غږ یې واورېدل شي او په هغو پرېکړو کې ګډون وکړي چې په دوی پورې تړاو لري. دا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان په کنوانسیون کې راغلي دي (لینک). دا په دې معنی ده چې تاسو د ماشوم په توګه حق لرئ چې د هغو قضیو په اړه خپل نظر څرګند کړئ چې په تاسو او ستاسو په کورنۍ پورې تړاو لري. یوازې تاسو تصمیم نیولایی شئ چې غواړئ خپل نظر څرکند کړئ او که نه. همدارنګه تاسو دا پرېکړه هم کوئ چې چې دکډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ته کوم شیان غواړئ چې ووایاست.
د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ته د نظر د وړاندې کولو لپاره ډیرې لارې شتون لري. تاسو کولای شئ په دې هکله له یو لوی کس سره چې تاسو پرې باور لرئ خبرې وکړئ، لکه مور، پلار، نرسه، ښوونکی، د فوټبال روزونکی یا وکیل.
هغه کس چې تاسو ورسره خبرې کوئ باید ستاسو خبرې ولیکي او مونږ ته یې را واستوي. تاسو پخپله هم کولای شئ مونږ ته لیک یا رسمونه راولېږئ. که چیرې وغواړئ، نو له یو لوی کس څخه د مرستې غوښتنه کولای شئ.
ځیني وختونه د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) له تاسو پوښتنه کوي چې آیا غواړئ چې راشئ او له مونږ سره خبرې وکړئ. دا په بشپړه توګه ستاسو په خپله خوښه ده. که تاسو خبرو ته راوغوښتل شئ، کولای شئ یو لوی کس چې تاسو پرې باور لرئ له ځان سره راولئ.
تاسو کولای شئ پخپله هم له مونږ سره د خبرو غوښتنه وکړئ. که مونږ ستاسو غوښتنه ومنو، کولای شو د انترنت له لارې، په اوسلو کې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې د ملاقاتونو په دفتر کې او یا هم د تلیفون له لارې خبرې وکړو.
دا چې له مونوږ سره ناسته څرنګه ترسره کېږي، کولای شئ په دې هکله دلته یو فلم وګورئ.
له معمول سره سم به ستاسو مور او پلار معلومات ترلاسه کړي چې تاسو څه ویلي دي. که هغوی وکیل ولري، وکیل به هم معلومات ترلاسه کړي. خو که تاسو غواړئ چې داسې څه ووایاست چې نه غواړئ مور او پلار مو پرې خبر شي، په دې هکله به د حل یوه ښه لار پیدا کړو. بیا باید مونږ ته هغه څه ووایاست چې غواړئ پټ وساتل شي او همدارنګه یې باید علت هم څرګند کړئ.
که مونږ په دې باور یو چې تاسو له تاوتریخوالي یا ناوړه چلند سره مخامخ یاست، نو په دې هکله باید د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې (barnevernet) او یا پولیسو ته خبر ورکړو. په دې لاندې انترنت پاڼه کې لوستلای شئ چې د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره کوم کارونه ترسره کوي: د ماشومانو د خوندې ساتنې په اداره کې د ماشومانو او ځوانانو حقونه - د ماشومانو د چارو د قانون د تطبیق د څار اداره (Norwegian only)
کله چې تاسو خپل نظر بیان کړئ، د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) به ستاسو د کورنۍ په قضیه باندې کار کولو ته ادامه ورکړي. دا چې ستاسو نظر اورېدل کېږي په دې معنی نه دي چې تاسو کولای شي د قضیې په اړه پرېکړه وکړئ. د قضیې په هکله پرېکړه د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) له خوا کېږي. که د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره پریکړه وکړي چې ستاسو د کورنۍ یو غړي نشي کولای چې په ناروې کې پاتې شي، نو دا ستاسو ګناه نه ده.