1
Pashto_00002

دا سلما ده. د سلما فوټبال کول او ګیتار غږول خوښېږي.

Pashto_00003

سلما او کورنۍ یې غواړي چې په ناروې کې ژوند وکړي، خو یو ځای (اداره) چې یو. ډي. اي (UDI) نومېږي، دوی ته نه ویلي دي.

دوی په دې باندې شکایت کړی دی او قضیه (کېس) یې اوس په هغه ځای کې دی، چې وونه (UNE) نومېږي.

Pashto_00004

وونه (UNE) به د دوی کېس یو ځل بیا ګوري او په پای کې  به همدوی پرېکړه کوي چې سلما او

کورنۍ یې يو ځای په ناروې کې ژوند کولای شي او که نه.

Pashto_00005

کله چې د داسې یوې قضیې په هکله وونه (UNE) پرېکړه کوي چې د ماشومانو په باره کې وي، لکه سلما او کورنۍ ته یې په ناروې کې د ژوند کولو اجازه ورکړي او که نه، نو دوی باید په دې هکله فکر وکړي چې څه شی د ماشومانو لپاره ښه دي. خو، وونه (UNE) څرنګه پوه شي چې څه شی د ماشومانو لپاره ښه دي؟ یوه لاره یې دا ده چې پخپله له ماشومانو څخه واوري چې دوی څه وايي.

Pashto_00006

ټول ماشومان حق لري چې په هغو قضیو کې چې د دوی په هکله دي، خبرې یې واورېدل شي او پاملرنه ورته وشي.

Pashto_00007

دا د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو په کنوانسیون کې لیکل شوي دي.

Pashto_00008

د دې مانا دا ده چې سلما حق لري چې د هغو قضیو په باره کې چې پخپله د هغې او د هغې د کورنۍ په هکله دي، خپل نظر ووايي.

Pashto_00009

کله چې وونه (UNE)  د سلما او د سلما د کورنۍ په قضیه باندې وونه  کار کوي، نو دوی باید ډاډمن وي چې د سلما په هکله پوره مالومات لري او په دې پوه وي چې څه شی د هغې لپاره ښه دي.

Pashto_00010

د دې لپاره ډیرې لاری شته چې سلما وونه (UNE) ته خپل نظر ووايي.

هغه کولای شي له یو داسې لوی کس سره خبرې وکړي، چې باور پرې کوي، لکه مور یا پلار، نرسه، ښوونکی، د فوټبال ترینر، وکیل یا یو بل لوی کس.

Pashto_00011

سلما کولای شي هغه لوی کس ته، چې هغه ورسره خبرې کوي، ووايي چې خبرې یې ولیکي او بیا یې

 د وونه (UNE) کارکوونکو ته ورسوي.

Pashto_00012

سلما کولای شي پخپله هم لیک، برېښنالیک (ایمیل) ولیکي او یا هم رسم وباسي. که هغه وغواړي، کولای شي له یو لوی کس نه مرسته وغواړي.

Pashto_00013

ځیني وخت وونه (UNE) ماشومان راغواړي چې خبرې ورسره وکړي. دا د ماشومانو خپله خوښه ده او دوی کولای شي له ځان سره هلته یو داسې لوی کس بوځي، چې باور پرې کوي.

Pashto_00014

وونه (UNE) د راز ساتلو مکلفیت (دنده) لري. د دې مانا دا ده، چې یوازې هغه کسان چې د سلما په کېس باندې کار کوي، خبرېږي چې سلما څه ویلي دي.

Pashto_00015

کله چې سلما خپل نظر ووايي، نو وونه (UNE) به د سلما د کورنۍ په کېس باندې کار کوي. دا چې د سلما خبرې اورېدل کېږي، د دې ما نا دا نه ده چې سلما پرېکړه کولای شي چې څه به کېږي. د کېس په هکله پرېکړه وونه (UNE) کوي. که چیرې وونه (UNE) پرېکړه وکړي چې د سلما کورنۍ په ناروې کې ژوند نشي کولای، نو دا به هیڅکله د سلما غلطي نه وي.

Pashto_00016

په لنډ ډول:

ماشومان حق لري چې نظر یې واورېدل شي. د دې ما نا دا ده چې ماشومان حق لري چې د هغو قضیو په باره کې چې د د وی په هکله دي،  ووايي چې څه فکر کوي او نظر یې څه دی.

خو که ماشومان و نه غواړي، نو مجبور نه دي.

Pashto_00018

د وونه (UNE) وظیفه د ماشومانو د خبرو اورېدل دي.

مخکې له دې نه چې وونه (UNE) پرېکړه وکړي چې یوه کورني په ناروې کې ژوند کولای شي او که نه، دوی تل په دې باندې فکر کوي چې څه شی د ماشومانو لپاره ښه دي.

SLUTTPLAKAT Pashto