•  تاسو حق لرئ چئ غونډې ته له ځان سره وکیل یا د وکیل مرستیال بوځئ
    که چیرې تاسو وکیل نه لرئ، کولای شئ له یو سازمان سره اړیکه ونیسئ او د مرستې غوښتنه ترې وکړئ. د دې ډول سازمانونو بېلګې په لاندې ډول دي:
    د کډوالو لپاره ناروېژي سازمان (NOAS)
    یوس بوس (JussBuss)
    کډوالو او مهاجرینو سره د مرستې سازمان (SEIF)
    مېرمنو لپاره د حقوقي مرستو سازمان (JURK)

  • د غونډې د بحث د موضوع لپاره باید چمتووالی ولرئ
    د غوڼدې د بحث موضوغ کیدای شي ټوله قضیه یا یوازې د قضیې یوه برخه وي، مونږ تاسو ته په دې هکله مخکې له مخکې معلومات درکوو. د خپلې قضیې په هکله وروستۍ پرېکړه ولولئ او له خپل وکیل سره مو خبرې اترې وکړئ.

  • آیا په قضیه کې مو کومې غلطۍ یا تېروتنې شتون لري؟
    که چیرې تاسو په دې آند یاست چې ستاسو په قضیه کې غلطۍ یا تېروتنې شتون لري، نو باید مونږ ته یې ووایاست. دا غلطۍ یا تېروتنې کیدای شي د پناه غوښتنې په مرکه (انتروي) یا د کډوالو د چارو د ادارې (UDI) په پرېکړه کې وي. د دې اړتیا نشته چې تاسو مونږ ته هغه څه ووایاست چې په شکایت کې لیکل شوي دي، ځکه چې هغه مونږ مخکې له مخکې لولو.

  • په یاد ولرئ چې د غونډې ټول ګډون کوونکي د راز ساتلو دنده (مکلفیت) لري
    د غونډې ټول ګډونوال د راز ساتلو دنده لري. د دې معنی دا ده چې دوی ستاسو د قضیې په هکله په نورو ځایونو کې خبرې نشي کولای. تاسو له همدې کبله په آزاده توګه خبرې کولای شئ. غونډه د بندو دروازو تر شا تر سره کېږي، تر څو بل څوک د غونډې له بهیر څخه خبر نشي.

  • که د قضیې په اړه مو نوي معلومات ولرئ، نو باید په غونډه کې یې وړاندې کړئ
    که چیرې تاسو نوي معلومات لرئ او یا غواړئ چې اسناد وړاندې کړئ، تاسو پخپله یا ستاسو وکیل یې باید مونږ ته له غونډې مخکې راواستوي. دا د دې لپاره اړینه ده چې د غوڼدې ګډونوال ښه چمتووالی ونیولای شي.

  •   موږ باید ستاسو د هویت اسناد په لاس کې ولرو. 
      په غونډه کې د هویت موضوع ډېری وخت یوه مهمه موضوع وي. که تاسو پاسپورت یا نور هغه اسناد لرئ، یا یې ترلاسه کولای شئ چې ستاسو په هېواد کې صادر شوي وي، دا اسناد باید موږ ته د غونډې نه مخکې په مناسب وخت کې راولېږئ. اسناد باید اصلي وي. هویت د هغو معلوماتو مجموعه ده چې څرګندوي تاسو څوک یاست. د دې ډول معلوماتو بېلګې ستاسو نوم، د زېږېدو نېټه، د مور او پلار هویت، او هغه ځای دی چې تاسو پکې زېږېدلي یاست. که تاسو داسې اسناد نه لرئ چې یاد معلومات ثابت کړي، بیا هم مهمه ده چې هر څومره اسناد لرئ موږ ته یې راولېږئ.
  • که کومې ځانکړې اړتیاوې لرئ،  مونږ ته یې په اړه خبر راکړئ
    که چیرې تاسو د معیوبیت، روغتیايي ستونزو او یا نورو لاملونو له کبله  کومې ځانګړې اړتیاوې ولرئ او ځانګړو اسانتیاو ته اړتیا لرئ، نو ژر تر ژره مونږ ته خبر راکړئ.

  •   قانوني غیرحاضري
      که ناروغ شئ، مسؤلیت لرئ چې د ناروغۍ اسناد وړاندې کړئ او څرګنده کړئ چې ناروغي مو د دې مخه نیسي چې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې ته حاضر شئ. که نه شئ کولای غونډې ته حاضر شئ، موږ ته ژر تر ژره خبر راکړئ او د ناروغۍ په اړه اسناد راولېږئ. په دې صورت کې معمولاً غونډه ځنډول کېږي، خو ځینې استثناوې هم شته. په عمومي توګه، د ناروغۍ پرته نور لاملونه زموږ لپاره د منلو وړ نه دي.

  •   تګ راتګ (سفر) او شپه تېرول
      د اړتیا په صورت کې تاسو کولای شئ چې د سفر او شپې تیرولو لګښتونه ترلاسه کړئ. په دې اړه ستاسو وکیل یا استازی له تاسو سره مرسته کوي. که تاسو وکیل یا استازی نلرئ، نو د سفر او شپې تیرولو په اړه معلومات د وکیلانو او استازو لپاره د انترنت پاڼې په «reise og dekking av reiseutgifter» برخه کې موندلای شئ: