د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په اداره (UNE) کې د قضیو څېړنه
![UNE forbereder saken din](/globalassets/saksgang/une-forbereder-saken-din.jpg)
ستاسو قضیه د کډوالو د شکایتونو د ادارې (UNE) له خوا چمتو کېږي
کله چې مونږ ستاسو قضیه تر لاسه کړو، نو تاسو ته خبر درکول کېږي. د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په اداره (UNE) کې ډيرې قضیې له کډوالو سره د خبرو اترو پرته څېړل کېږي. د دې لامل دا دې، چې دا قضیې مخکې د کډوالو د چارو د ادارې (UDI) له خوا څېړل شوي وي. که اړینه وي مونږ به ستاسو د قضیې په هکه لا زیات معلومات راټول کړو.
![UNE vurderer saken din](/globalassets/saksgang/une-vurderer-saken-din.jpg)
د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) ستاسو قضیه ارزوي
مونږ ستاسو د قضیې په هکله ټول معلومات او ټول هغه څه چې تاسو په شکایت کې لیکلي وي ارزوو. یاد معلومات د قوانینو پر بنسټ اروزل کېږي. هر وخت قضیې لږ تر لږ د دوه و کارکوونکو لخوا څېړل کېږي.
![Du får skriftlig svar fra UNE](/globalassets/saksgang/du-far-skriftlig-svar-fra-une.jpg)
تاسو ته د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) لخوا په لیکلې توګه ځواب درکول کېږي
کله چې ستاسو قضیه وڅېړل شي، زمونږ له خوا به لیکلې پرېکړه ترلاسه کړئ؛ یانې کله چې ستاسو قضیه د کډوالو د چارو د ادارې (UDI) او د کډوالو د شکایتونو د ادارې (UNE) له خوا وازرول شي، قضیه مو پای ته رسېږي. که د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) رد (منفي) ځواب درکړي، نو د شکایت کولو نورې ادارې شتون نلري.